د سرپل د ارزاقو مدیریت د نوې ودانۍ ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې
په سرپل ولایت کې د ارزاقو مدیریت د نوې ودانۍ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې دا مهال شاوخوا ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضلالدین امید په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې د ودانۍ د جوړولو چارې په ښه ډول مخته روانې او ډېر ژر به بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، د دغې ودانۍ د جوړولو چارې څه باندې دوه نیمې میاشتې وړاندې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، چې په لنډ وخت کې به یې چارې بشپړې او د استفادې وړ وګرځي.
هغه زیاته کړې، چې یاده ودانۍ د سرپل ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د ښاروالۍ له لوري په ځانګړې شوې ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، چې دوه اداري خونې، دهلیز او نور اړین ملحقات به ولري.
امید همداراز ویلي دي، اوس مهال د سرپل د ارزاقو اداري چارې د مستوفیت په ودانۍ کې ترسره کېږي، خو د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به په اداري چارو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
