د بدخشان ولایت د روغتیايي زده‌ کړو انستیتیوت ته ۱۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۲:۰
Bad

د بدخشان ولایت د ارزاقو مدیر فضل ‌الرحمن فضلي وايي، چې د دې ولایت د عامې روغتیا اړوند روغتیايي زده‌کړو انستیتیوت لیلیې ته ۱۵ قلمه خام او تازه خوراکي توکي لېږدولي دي.

فضلي زیاتوي، چې یاد توکي تېره ورځ د کتنې پلاوي په شتون کې د روغتیايي زده کړو انستیتیوت اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د ارزاقو مدیر په وینا؛ په یادو خوراکي توکو کې؛ ۱۸۹۷ کیلوګرامه وریجې، ۵۲۷ کیلوګرامه مایع غوړي، ۳۴۶ کیلوګرام لوبیا، ۵۲ کیلوګرام وچ چای، ۱۰۵ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۸۴ کیلوګرامه رُب، ۱۵۸ کیلوګرامه وچې شېدې، ۲۱۰ کیلوګرامه بوره، ۳۱۶ کیلوګرامه پیاز، ۳۵۳ کیلوګرامه غوښه، ۶۳۲۴ کیلوګرامه وچه ډوډۍ، ۱۰۵۴ کیلوګرامه کچالو، ۱۴۲۸ کیلوګرامه تازه میوه او ۱۳۲ کیلوګرامه خام نخود شامل دي. نوموړي همداراز له یادو خوراکي توکو سره؛ ۱۳۷۰ کیلوګرامه سوځېدونکې مایع ګاز د لیږد خبر هم ورکړې دی.

هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال پلان پر بنسټ؛ خپلې چارې په منظم ډول پر مخ وړي او دا مهال د هېواد په کچه غوره، منظم او باکیفیته خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون امام بخاري «رح» او امام مسلم «رح» لیلیو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون د امام بخاري «رح» او امام مسلم «رح». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۲
Background image

د هرات ولایت ملا علي القاري الهروي جامعې ته لس قلم خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو د پراختیا او سوداګریز پلان له مخې؛ د هرات ولایت ملا علي القاري الهروي جامعې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د هرات ولایت د ارزاقو لوی مدیریت د مالي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د هلمند پوهنتون استادانو ته دولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو دوامداره فعالیتونو په لړ کې د هلمند ولایت د پوهنتون ۱۴ تنو مسافرو استادانو ته د اړتیا وړ دولس قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all