۱۴ قلمه د خوراکي توکو د سرپل پوهنتون استادانو ته ولېږدول شول
د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر مولوي حکمتالله وحدت خبر ورکوي چې پرون ۱۴ قلمه خوراکي توکي د دې ولایت د پوهنتون استادانو ته انتقال شول، چې پکې وریجې، غوړي، بوره، لوبیا او نور لومړني خوراکي مواد شامل دي. د نوموړي په وینا، دغه توکي د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې له معاینې وروسته په رسمي ډول وسپارل شول.
هغه د دې بهیر په ترڅ کې وویل چې یاد توکي د قرارداد د طرزالعمل سره سم او په ټاکلي وخت کې برابر او تسلیم شوي دي.
همدارنګه د سرپل د ارزاقو مدیر زیاته کړه چې نن د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند پرورشګاه څخه هم لیدنه شوې ده. نوموړي وویل چې په دې څارنه کې د خوراکي توکو وېش په منظم ډول او د ټاکل شوي غذایي مېنو سره سم ترسره کېږي.
