د سرپل ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴۹
S

د سرپل ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د اداري ودانۍ د جوړېدو چارې وړمه ورځ د دې ولایت د والي مرستیال ملا خال محمد، د ارزاقو مدیر مولوي حکمت الله وحدت او د ګڼ شمېر دولتي ادارو د مسوولینو په شتون کې پیل شوې.

د سرپل ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید وویل، چې د یادې ودانۍ د جوړېدو چارې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل او ټاکل شوې ده، چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

امید زیاته کړه، چې یاده ودانۍ د ښاروالۍ له لوري په ځانګړې شوې ځمکه کې، چې د سرپل ښار په دویمه ناحیه کې موقعیت لري په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، چې دوه اداري خونې، دهلیز او نور ملحوقات به ولري.

نوموړي څرګنده کړه، چې دا مهال د سرپل د ارزاقو اداري چارې د دې ولایت د مستوفیت په ودانۍ کې ترسره کېږي، خو د یادې ودانۍ له جوړېدو وروسته به په اداري چارو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د سرپل د ارزاقو ولایتي مدیریت ودانۍ لپاره د احاطوي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې

د سرپل ولایت د ارزاقو ولایتي مدیریت د نوې ودانۍ لپاره د احاطوي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې دا مهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.

د سرپل د ارزاقو مدیر مولوي حکمت الله وحدت په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د آسیا مارکېټ د بیارغونې چارې په چټکۍ روانې دي

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په ملکیت کې د آسیا سوداګریز مارکېټ د بیارغونې او ترمیم چارې په چټکۍ او منظم ډول روانې دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all