ارزاقو امارتي شرکت د سمنګانو پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۰
S

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر وویل، په دغو توکو کې ۱۲۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۶ کیلوګرامه غوړي، ۱۵۰ کیلوګرامه بوره، ۹ کیلوګرامه شین چای او د چای هیل شامل دي. هغه زیاته کړه، چې له دې توکو سره یو شمېر تازه خوراکي مواد هم لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا؛یاد خوراکي توکي د ۲۴۰ تنو زده کړیالانو او استادانو د یوې میاشتې اړتیا پوره کولو لپاره برابر شوي، چې د پوهنتون د لیلیې د مسوولینو په غوښتنه د شرکت له لوري چمتو او ولېږدول شول.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په څېر؛ سږ کال هم ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د برابرولو، چمتو کولو او لېږد په برخه کې دولتي ادارو ته غوره خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون مسافرو استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all