د ارزاقو امارتي شرکت خالي بستونو ته نوي مدیران معرفي شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۲۷
m

د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ خالي بستونو لپاره نوي مدیران، چې د آزادې سیالۍ له لارې بریالي شوي و، نن د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح  له خوا دندو ته معرفي شول.

هغه مراسم، چې په همدې مناسبت د شرکت د مالي او اداري چارو ریاست کې جوړ شوي و، پکې د شرکت بېلابېلو آمریتونو آمرینو، مدیرانو او نوي مدیرانو هم ګډون درلودل.

د کارکوونکو چارو سرپرست آمر ښاديګل صاحبزاده، د نویو مدیرانو د ګمارنې او پېژندګلوي په اړه خبرې وکړې څرګنده یې کړه، چې د آزادې سیالۍ له لارې د شرکت ۷ پنځم رتبه خالي بستونو ته نوي مدیران وټاکل شول. نوموړي زیاته کړه، چې په دې بستونو کې د مغازو، د مالي خطرونو د څېړنې، د ګدامونو د تنظیم او وېش، د سوداګریو د تفاهم لیکونو او د تحویلخانې مدیران شامل دي.

همدارنګه صاحبزاده څرګنده کړه، چې دوه نور پنځم بستونه د خوست او پکتیکا د ارزاقو لوی مدیریتونو پورې اړه لري، چې د مالي، اداري او املاکو مدیریت لپاره نوي مدیران اړوند ولایتونو ته واستول شول.

د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح نویو مدیرانو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ؛ د مسوولیتونو د ترسره کولو  په تړاو خبرې او مهمې سپارښتنې وکړې. همدارنګه، د مالي او املاکو آمرینو لخوا نوي مدیرانو ته د شرکت د فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو په اړه لنډ معلومات او د همکاریو ډاډ ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all