د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد سړو سیمو پوهنتونونو ته د خوراکي توکو د لیږد چارې پیل شوې؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۱:۲۰
office

 د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیریتونو له لوري د هېواد په سړو سیمو کې د پوهنتونونو شپه غالو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لیږد چارې پیل شوې.

په ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت مدیریتونو د شرکت د رهبرۍ پلاوي په هدایت؛ له تیرو دوو ورځو راهیسې پوهنتونونو شپه غالو (لیلیو) ته د خوراکي توکو د لیږد چارې پیل کړي دي.

د ولایتونو د ارزاقو مدیرانو ډاډ څرګند کړی دي، چې دغه چارې د پوهنتونونو د مسوولینو په غوښتنو او همغږۍ په وخت او د خوراکي توکو د ښه کیفیت سره سم ترسره کیږي.

د شرکت مسوولین ډاډ څرګندوي، چې د تېر کال په څېر دا ځل هم د دې شرکت د پروژو د تطبیق ټیم به د اړتیا وړ وچو او تازه خوراکي توکو د برابرولو او لیږدولو چارې د ولایتونو پوهنتونونو ته ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد پوهنتونونو شپه غالو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لیږد چارې له تېرو دریو کالو راهیسې پر مخ وړي، چې یاده پروسه د پوهنتونونو شپه غالو مسوولینو ته د خوښۍ او تایید وړ ګرځېدلي دي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all