د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
M

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې، ۴۱ کیلوګرامه نباتي غوړي، ۵۶ کیلوګرامه لوبیا، ۶.۵کیلوګرامه نخود، ۲۹.۸ کیلوګرامه مالګه، ۴۶.۵ کیلوګرامه بوره، ۲.۷ کیلوګرامه شین چای، ۰.۱۴۹ کیلوګرامه د چای هیل، ۰.۹۳۱ کیلوګرامه د قورمې مساله، ۱.۸ کیلوګرامه د دیګ رنګ شیرین، ۰.۵۵۸ کیلوګرامه زیره، ۰.۵۵۸ کیلوګرامه څلور مساله، ۰.۳۷۲ کیلوګرامه کورکمن او ۱۸ کیلوګرامه رُب شامل دي.

اکبر زیاته کړه، چې یاد توکي د مرکز له ګدامونو څخه بار او وروسته میدان ورګو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

نوموړي همداراز وویل، چې یاد توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خدمتونو لړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې روانه او د دې بهیر څارنه او ارزونه د ولایتي مدیرانو له لوري ترسره کېږي.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .