د میدان ورګو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري ۹ قلمه خوراکي توکي د معتادینو ۴۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۳۰
Wardak

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ ۹ قلمه اړین خوراکي توکي د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د معتادینو ۴۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول.

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر سیدشمس الدین اکبر وویل، چې په دغه خوراکي توکو کې:

  • ۱۷۱ کیلوګرامه وریځې
  • ۴۶ لیټره مایع غوړي
  • ۱۵کیلو ګرامه وچې شیدې
  • ۵۰۰ دانې د چرګانو هګۍ
  • ۶کیلوګرامه شين چای
  • ۲۸ کیلو ګرامه بوره
  • ۱۴ کیلو ګرامه لوبیا
  • ۱۲ قوطی رُب
  • ۱۰کیلو ګرامه مالګه شامل دي.

ښاغلي سیدشمس الدین اکبر وايي، چې یاد خوراکي توکي د میدان وردګو ولایت د معتادینو۴۰ بستریز روغتون ټاکل شوي پلاوي تر کتنې، وزن او د تائیدۍ وروسته د نوموړي روغتون اداري مدیر ته وسپارل.

نو موړي ډاډڅرګنده کړ، چې د یاد روغتون مسوولین او اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي چارو؛ چې پر وخت او په ښه کیفیت خوراکي توکي ور لېږدوي خوښ او رضایت لري او د دغه شرکت کړنې د ډاډ وړ وبللې.

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدير سیدشمس الدین اکبر د معتادینو ۴۰ بستریز روغتون مسوولینو ته ډاډ څرګند کړ، چې د ارزاقو امارتي شرکت د کړنلارې او لارښود سره سم به لا زیات خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون ته تازه خوراکي توکي (سبزي او میوه باب) په ورځنۍ توګه لېږدول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all