یوولس قلمه خوراکي توکي د البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته ولېږدول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۷
A

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر فریدون مصلح په خپل رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې نن ورځ یوولس قلمه خوراکي توکي د ارزاقو امارتی شرکت له ګودامونو څخه د البیروني پوهنتون لیلیې او کادري روغتون ته ولېږدول شول او د کتنې پلاوي په شتون کې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د نوموړي په وینا، په دغو خوراکي توکو کې ۵۷۶۰ کیلوګرامه سېله وریجې، ۲۰۲۵ کیلوګرامه مایع غوړي، ۶۰۰ کیلوګرامه بوره، ۵۰۰ کیلوګرامه پلنګي لوبیا، ۲۵ کیلوګرامه خام نخود، ۱۹۲ کیلوګرامه رُب، ۴۰۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۷ کیلوګرامه زیره، ۱۵ کیلوګرامه مساله، ۵۰ کیلوګرامه شین چای او ۲ کیلوګرامه هیل شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت هغو ادارو ته، چې ور سره تړون لري، د خوراکي توکو د لېږد بهیر په ټاکلي وخت او د خپلو ژمنو مطابق ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all