د ملکیت د کرایې داوطلبۍ خبرتیا؛

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار؛

د ارزاقو امارتي شرکت غواړي یو باب مغازه (چې ترمیم ته اړتیا لري) د سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار په سیمه کې موقعیت لړی، د میاشتني ۵۵,۰۰۰ افغانیو په کرایه ورکړي.

شرایط او جزئیات:

  1. د ګډون وړ کسان: هغه افراد او شرکتونه چې دې ملکیت ته اړتیا ولري او له یاد شوي کرایې زیاتې پیسې ورکولو ته تیار وي، کولی شي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
  2. د غوښتنلیکونو سپارل: غوښتنلیکونه باید تر دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې وروسته تر ۱۴ ورځو پورې د اماراتي ارزاق شرکت د ملکیتونو مدیریت (د سیلو مرکز ته نږدې) ته وسپارل شي.
  3. په داوطلبۍ کې ګډون: ټول غوښتونکي باید په ټاکلي ځای کې د داوطلبۍ په ورځ په خپله حضور ولري.
  4. د شرطنامې ترلاسه کول: د داوطلبۍ شرطنامه د ټاکلې غیرقابل بېرته ورکولو فیس په بدل کې ترلاسه کېدای شي.
  5. نغدي تضمین: په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د نغدي تضمین وړاندې کول اړین دي.

یادونه: د نورو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي د شرکت دفتر ته کابل ښار، د مرکزي سیلو تر څنګه د ارزاقو امارتي شرکت مراجعه وکړي.

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۲۲ پته: د مرکزي سیلو څنګ ته – دریمه ناحیه کابل، افغانستان
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت خبرتيا !

 د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د شرکت د دروازې تر څنګ یو باب مغازه جوړه کړي، ټول هغه ودانيز (ساختماني) شرکتونو، چې په یاده برخه کې تجربه او مالي توانمندي لري. کولی شي، چې د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۵۳ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګونې خبرتیا !

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د عامه او خصوصي مشارکت د قانون له مخې؛ د جوزجان ولایت د ارزاقو شرکت یوه ټوټه ځمکه، چې مساحت یې(۵۹۰) متر مربع دی، د سرپل او شبرغان عمومي سړک اداري . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګې اچونې د داوطلبۍ خبرتیا !

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې  د عامه او خصوصي مشارکت د قانون سره سم د خپل اړوند ۸۰۰۰ متر مربع جایداد، چې د کندز ولایت د امام صاحب په بندرکې موقعیت لري، د یوه عصري پنځه پوړیز . . .

Back to tenders