د داوطلبۍاعلان
Publish Date
Closing Date
ارزاقو امارتي شرکت په پام لري، چې د خپل اړوند ملکیت پورې ۸۳۱۰ متر مربعه ځمکه، چې د چاریکار ښار، د کابل بندر ترڅنګ موقعیت لري د آزادې داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکړي.
راجستر شوي شرکتونه او اشخاص چې د شرایطو وړ او یاد جایداد ته اړتیا ولري کولای شي، خپل غوښتنلیکونه د اعلان دخپرېدو له نیټې څخه تر۲۱ ورځو پورې د پروان ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري او د داوطلبۍ په ورځ دې حاضر واوسي. ترتیب کړې شرطپاڼه د ۳۰۰۰ افغانیو د بېرته نه ګرځیدو په بدل کې ترلاسه او کتلای شي، تضمین په نغدي توګه اخیستل کیږي.
پته: پروان ولایت، د چاریکار ښار، د کابل بندر ترڅنګ.
د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه غوښتونکی کولای شي، د پروان ولایت د ارزاقو لوی مدیریت له (0771002610) شمېرې سره اړیکه ونیسي.
