د ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو لپاره مرکه یي(تقریري) آزموینه واخیستل شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۸
M

 د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو او همدارنګه د یو پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې له ۳۲ کسانو څخه تحریري آزموینه اخیستل شوې وه، چې د یادې آزموینې د پوښتنپاڼو له ارزونې او کتنې وروسته هغه کسان، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د مرکه ‌یي (تقريري) آزموینې لپاره راغوښتل شوي وو.

یاده مرکه‌ یي آزموینه وړمه ورځ د شرکت د مالي او اداري چارو رییس، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس، د آزموینې د کمېټې د غړو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي په حضور کې واخیستل شوه.

د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت د معلوماتو له مخې؛ یاده آزموینه د سوداګریزو او حقوقي سلاکارانو د بستونو او همدارنګه د فراه ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه ترسره شوه، چې ۱۸ تنه پکې برخه وال وو.

د کارکوونکو چارو آمریت د مسؤل په وینا، د مرکه‌ یي آزموینې له ارزونې وروسته به د هر بست تر ټولو لوړه نومره ترلاسه کوونکی شخص به په رسمي ډول په دنده وګمارل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۷
Background image

 د شرکت اجرائیوي رییس د پروژو د تطبیق له ساحوي کارکوونکو سره کاري ناسته وکړه

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع نن له غرمې مخکې د پروژو د تطبیق له ساحوي کارکوونکو سره د چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه کاري ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

د غزني ولایت د معتادینو ۵۰۰ بستریز کمپ ته څلور قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو دوامداره فعالیتونو، بنسټیزو خدمتونو او سوداګریزو پلان له مخې توانېدلی، چې له بېلابېلو دولتي ادارو سره د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر په بریالۍ توګه پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۵۶
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت حقوقي سلاکار خپله دنده پیل کړه

ابوذر خپلواک د ارزاقو امارتي شرکت د حقوقي سلاکار په توګه رسماً د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له‌ خوا آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو او په رسمي ډول یې خپله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all