د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
L

 

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو جایدادونو د وضعیت ارزونه او له شته ستونزو څخه د نږدې لیدنې او څېړنې له لارې د حل لپاره د لازم اقداماتو ترسره کول وو. په دغه سفر کې د شرکت سکرتر رحماني عمیر هم ملتیا کوله.

مولوي عبدالرازق رفیع په غزني ولایت کې د ارزاقو مدیریت له بېلابېلو اداري چارو څخه لیدنه او کتنه وکړه. له هغه وروسته یې د غزني د ارزاقو له لوی مدیر قاري عبدالباسط ابو طارق سره یو ځای د مقر ولسوالۍ ته سفر وکړ او د شرکت اړوند هغه جایداد یې له نږدې وکوت، چې پر وړاندې یې ستونزه رامنځته شوې وه.

نوموړي د یادې ستونزې په اړه د مقر ولسوالۍ له مسوولینو سره خبرې وکړې او اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. وروسته یاده موضوع د مقر ولسوالۍ د امنیه قوماندان، ولسوال، د استخباراتو مدیر او ښاروال په شتون اوګډه همکارۍ د هر اړخیز بحث لاندې وڅېړل شوه.

د بحث په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د شرکت په جایداد باندې جوړ شوي دوکانونه، چې له قانوني اسنادو پرته جوړ شوي دي، باید د دولت په ګټه په کرایه ورکړل شي. همداراز، د یادو مسوولینو له لوري د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ته د موضوع د حل په برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړل شو.

په همدې توګه د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د غزني ښار په مرکز کې د درې پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړېدو له چارو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د یاد مارکېټ د جوړېدو بهیر له نږدې وکوت او څرګنده شوه، چې د پروژې چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې سفر کې د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیر د شرکت اجرائیوي رییس ته په یاد ولایت کې د شرکت پورې د املاکو، اداري چارو او روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په اړوندو برخو کې یې یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې هم ورسره شریکې کړې. د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د یاد سفر له پای ته رسېدو وروسته، نن ورځ بېرته خپل کاري دفتر ته راستون شو.

خدمتونو لړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې روانه او د دې بهیر څارنه او ارزونه د ولایتي مدیرانو له لوري ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .