د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوی رییس د ختیځ زون ولایتونو ته رسمي سفر وکړ؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۱:۴
N

 د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوی رییس مولوي عبدالرازق رفیع وړمه ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې د ختیځ زون ولایتونو د ارزاقو امارتي شرکت له اداري چارو، سوداګریزو جایدادونو او د بنسټیزو پروژو د نظارت او څارنې لپاره د اړوند سیمو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د جایدادونو غړی انجنیر عبیدالله او د سکرتریت استازي رحماني هم ورسره مل وو.

مولوي عبدالرازق رفیع په ننګرهار ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت اړوند سنګي ګدامونو په سیمه کې د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه، چې ویل کېږي د یاد مارکیت چارې کابو ۷۰ سلنه رغېدلي دي.

د سفر پر مهال مولوي عبدالرازق رفیع د ننګرهار ولایت د ارزاقو مدیریت له جایدادونو او بنسټیزو چارو څخه هم لیدنه وکړه او د اړوند ادارې مسوول ته په چارو کې د پرمختګ، د بنسټیزو فعالیتونو د پروژو د ښه تطبیق او د جایدادونو د ساتنې او مراقبت غوښتنه وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د ارزاقو مدیر محمد نعمان د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس ته د دې ولایت د ارزاقو املاکي جایدادونو، د بنسټیزو فعالیتونو او اداري چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او یو لړ ستونزې او وړاندیزونه یې د شرکت مشرتابه ته یادونه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all