د مزایدې خبرتیا

org_admin
T

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د ارزاقو امارتي شرکت په لغمان ولایت کې خپل یو باب درې پوړیز سوداګریز مارکیټ، چې د مهترلام ښار د محبت مارکیټ ترڅنګ موقعیت لري د مزایدې له لارې په کرایه ورکوي. د یاد مارکیټ لومړی پوړ ۲۴ بابه هټۍ، دویم پوړ یو لوی حال او دوه خونې او درېیم پوړ ۷ خونې لري.

د زبیر زید محمدي لوژستیکي شرکت غوښتنه کړې، چې یاد مارکیټ د درېیو کلونو لپاره په میاشتني ډول د ۱۱۷۵۰۰ افغانیو په کرایه ونیسي.

ټولو هغو اشخاصو او شرکتونو ته خبر ورکول کېږي،که یاد جایداد ته اړتیا او د لوړې بیې ورکولو توان ولري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴ ورځو پورې د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته، چې د مهترلام ښار د جامع جومات ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

شرطپاڼه د ټاکلي بیې په بدل کې ترلاسه او د شرطپاڼې له شرایطو سره سم دې د مزایدې په ورځ د سهار د لسو بجو مخکې یاد مدیریت کې حاضر واوسي. همدارنګه، تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.

غوښتونکي کولای شي د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیریت سره په لاندې شمېره اړیکه ونیسي: ۰۷۳۱۷۵۵۱۷۷

 

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۵۳ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ/مزایدې خبرتیا

د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد، چې د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ۴۹۲۱ مربع متره ځمکې پر سر موقعیت لري. ۳۳.۵ بابه هټۍ او یو باب ګدام پکې شامل دي، د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۲۱ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ (مزایدې) خبرتیا

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، خپل اړوند یو هنګر (اوسپنیز ګدام) چې د پکتیا کوټ، د څرخي پله کې د سپین زر غوړیو فابریکې ترڅنګ موقعیت لري، په میاشتنۍ ډول د ۱۲۲۵۰۰ افغانیو بدل کې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۲۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزایدې خبرتیا

د ارزاقو امارتي شرکت په لغمان ولایت کې خپل یو باب درې پوړیز سوداګریز مارکیټ، چې د مهترلام ښار د محبت مارکیټ ترڅنګ موقعیت لري د مزایدې له لارې په کرایه ورکوي. د یاد مارکیټ لومړی پوړ ۲۴ . . .

Back to tenders