د پانګونې اعلان

org_admin
Invest

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزي سیلو څنګ ته – دریمه ناحیه کابل، افغانستان

د ارزاقو امارتی  شرکت ملکیت – د امام صاحب بندر، د کندز ولایت مرکز

د ارزاقو امارتی شرکت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون له مخې، پر خپل ملکیت چې ۸۰۰۰ متره مربع مساحت لري او د کندز ولایت په مرکز کې د امام صاحب بندر په سیمه کې موقعیت لري، یو عصري پنځه پوړیز تجارتي مارکېټ جوړ کړي.

هغه حقیقي اشخاص او شرکتونه چې شرایط پوره کوي او غواړي په دې پروژه کې ګډون او پانګونه وکړي، کولای شي خپل طرحه او وړاندیز د عامه او خصوصي مشارکت د قانون له مخې، د لوړې پانګونې او لږ مودې قرارداد په شرط، د دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې لاندې پتو ته وسپاري:

  • د ارزاقو امارتی شرکت د املاکو آمریت – د سیلو ترڅنګ، درېیمه ناحیه، کابل ښار
  • د ارزاقو امارتی شرکت نمایندګی – د امام صاحب بندر، څلورمه ناحیه، د کندز ولایت مرکز

ګډونوال کولای شي اړوند شرطنامه د ټاکل شوې (بې‌برګېدنې) بیې په بدل کې تر لاسه کړي. همدارنګه، نغدي تضمین د شرطنامې له مخې او د طرحو له ارزونې وروسته اخیستل کېږي.

د نورو معلوماتو لپاره، غوښتونکي کولای شي د ارزاقو امارتی شرکت د ملکیت آمریت سره د دې شمېرې له لارې په اړیکه کې شي: ۰۲۰۲۵۱۰۶۴۹

 

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۲۵ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

 د قرارداد ورکړی خبرتیا:

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري چې د (9) قلمه تکنالوژیکي وسایلو (کمپیوټر، پرنټر او...) پېرلو پروژې قرارداد له طلحه زبیر لمیټد تجارتي شرکت سره چې د (2 . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۸ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د دواطلبۍ خبرتیا

 د ارزاقو امارتی شرکت د پکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې د خپل ملکیت اړوند د سوي ګدام ساحه، چې څلور نیم جریبه (۴.۵) سپینه ځمکه ده، د ګردیز ښار د مستوفیت په سوېل (جنوب) . . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۱۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا؛

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو مرکزي او ولایتي دفترونو لپاره (۹) قلمه ټکنالوژیکي وسایلو(کمپیوټر، پرنټر او ...) ته اړتیا لري.

په دې توګه له ټولو هغه . . .

Back to tenders