د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري ۸ قلمه خوراکي توکي ولايتي روغتون ته ولېږدول شول؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵
S

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او د روان کال منظور شوي پلان له مخې؛ اته قلمه اړین خوراکي توکي د سرپل ولایت ولايتي روغتون ته انتقال شول.

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیر فضل الدین امید د خوښۍ په څرګندولو وویل، چې په دغه ۸ قلمه خوراکي توکو کې ۱۴۰۰ کیلوګرام وریجې، ۱۲۰۰ کیلوګرام مایع غوړي، ۱۲۰۰ کیلوګرام لوبیا، ۵۰۰ کیلوګرام روب، ۵۰۰ کیلوګرام ميده بوره، ۵۰ کیلوګرام شین چای، ۳۰۰ کیلوګرام مالګه او ۶۰۰۰ دانې د چرګې هګۍ شاملې دي.

ښاغلي امید زیاته کړه، چې د یادو خوراکي توکو د انتقال او تسلیمۍ پر مهال د سرپل ولایت د ولايتي روغتون پلاوي شتون درلود.

د یادونې وړ ده، چې یاد روغتون ته تازه خوراکي توکي (سبزي او میوه باب) په ورځنۍ توګه انتقالیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all