د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر له روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۰:۳۶
3

د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلی محمد یوسفي وايي، چې تېره ورځ یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون زده کوونکو ته د پخلي او ډوډۍ د برابرولو او وېش پر مهال څارنه او ارزونه ترسره کړه.

نوموړی زیاتوي، چې په یاد روزنتون کې دا مهال۱۱۰ تنه یتیمان او بې‌سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي او اړین خوراکي توکي ورته د ارزاقو امارتي شرکت له خوا برابریږي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د روزنتون د لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول په ښه او منظم ډول ترسره کیږي او د یاد روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي چارو خوښ او په دې برخه کې رضایت څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي توکو د برابرولو او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په دوامداره توګه ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all