د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۲۲
P

دپکتیا ولایت د ارزاقو لوی مدیر مولوي دین محمد حماس وايي، چې وړمه ورځ یې ۹ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د دې ولایت پوهنتون اړوند تدریسي روغتون ته لېږدولي دي.

نوموړی زیاتوي؛ چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۵۴۰ کیلوګرامه وریجي، ۲۰۲ کیلوګرامه مایع غوړي، ۷۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰۸ کیلوګرامه بوره، ۱۶ کیلوګرامه شین چای،۱۶ کیلوګرامه د رومیو رُب، ۳۶ کیلوګرامه وچې شیدې، ۶ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۲۷ کیلوګرامه د خواړه مالګه او ۱۶ کیلوګرامه تور چای شامل دي.

حماس څرګنده کړه، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لورو د کتنې پلاوو په شتون کې د پکتیا پوهنتون تدریسي روغتون اړوند مسوول ته تسلیم شول.

همداراز د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له هڅو مننه کړې او له خدمتونو یې خوښي څرګنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې ورځ ۱۲ قلمه خوراکي توکي د عبدالله ابن مبارک ديني جامعې ته هم ولېږدول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون امام بخاري «رح» او امام مسلم «رح» لیلیو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون د امام بخاري «رح» او امام مسلم «رح». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۳۲
Background image

د هرات ولایت ملا علي القاري الهروي جامعې ته لس قلم خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو د پراختیا او سوداګریز پلان له مخې؛ د هرات ولایت ملا علي القاري الهروي جامعې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د هرات ولایت د ارزاقو لوی مدیریت د مالي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د هلمند پوهنتون استادانو ته دولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو دوامداره فعالیتونو په لړ کې د هلمند ولایت د پوهنتون ۱۴ تنو مسافرو استادانو ته د اړتیا وړ دولس قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all