د ارزاقو امارتي شرکت درې نویو کارکوونکو په رسمي ډول خپلې دندې پیل کړې
د ارزاقو امارتي شرکت درې تنه نوي کارکوونکي، چې د آزادې سیالۍ له لارې ګمارل شوي، په رسمي ډول خپلې دندې پیل کړې.
هغه مراسم، چې د نویو کارکوونکو د معرفي او د دندو د پیل په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع، د سوداګریزو چارو پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، حقوقي سلا کار، د بېلابېلو برخو آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازاق رفیع نویو کارکوونکو ته د دندو مبارکي وویله او د هغوی د مسوولیتونو او کاري وجایبو په اړه یې اړینې لارښوونې وړاندې کړې.
نوموړي ژمنتیا، صداقت، همغږي او ګډ کار د ادارې د پرمختګ اساسي عوامل وبلل او له نویو کارکوونکو یې وغوښتل، چې د دغو ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړي.
وروسته د کارکوونکو چارو آمریت له لوري محمد حامد اکبري د سوداګریزو چارو د سلاکار، عین الله ساحل د کورني او بهرني سوداګرۍ د لوی مدیر او خواجه تمیم عباسي د انجینرۍ په بست کې د ګمارل شویو کارکوونکو په توګه ګډونوالو ته ور وپېژندل شول او په رسمي ډول یې خپلې دندې پیل کړې.
د یادونې وړ ده، چې یاد کسان د آزادې سیالۍ له لارې دغو بستونو ته بریالي شوي دي.
