د داوطلبۍ/مزایدې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې خپل اړوند جایداد، چې د مقر ولسوالۍ په بازار کې د ۴۹۲۱ مربع متره ځمکې پر سر موقعیت لري. ۳۳.۵ بابه هټۍ او یو باب ګدام پکې شامل دي، د آزادې داوطلبۍ (مزایدې) له لارې په کرایه ورکړي.
له ټولو راجستر شویو شرکتونو او هغو اشخاصو څخه چې د داوطلبۍ شرایط پوره کوي او یاد جایداد ته اړتیا ولري، نو خپل غوښتنلیکونه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د غزني ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته، چې د سرې میاشتې پر جادې موقعیت لري، وسپاري او د داوطلبۍ /مزایدې په ټاکل ورځ دې حاضر شي.
د داوطلبۍ شرطپاڼه د ۳۰۰۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه او کتلای شئ، تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.
غوښتوونکي کولای شي، چې د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د غزني ولایت د ارزاقو مدیر سره په لاندې شمېره اړیکه ونیسي. 0791623787
