د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته تېره ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.
په دې ناسته کې د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د شرکت د حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو، د تدارکاتو، املاکو، سوداګریزو چارو پراختیا، مالي، د پروژو د تطبیق او د کارکوونکو چارو آمرینو او همدارنګه د کنټرول او د پلان او پالیسي مدیرانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل رسمي سفر مفصل راپور وړاندې کړ. نوموړي د یاد سفر لاسته راوړنې د شرکت لپاره مهمې او ګټورې وبللې او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه یې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د تېرې ناستې د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو لنډه ارزونه وشوه. بیا د شرکت اړوند نویو موضوعاتو او د غوره فعالیتونو پر څرنګوالي باندې هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
د ناستې په پای کې د اجنډا له مخې هغه موضوعات، چې د شرکت د فعالیتونو، خدمتونو او کاري بهیر د لا پراختیا لپاره مهم وو، د اجرائیوي کمېټې له لوري د تائید وړ وګرځېدل. همدارنګه د مطرح شویو متفرقه موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې.
