د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوی رییس د ختیځ زون ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۷
N

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې سه‌ شنبې په ورځ د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ختیځ زون ولایتونو ته سفر وکړ او د شرکت د اداري چارو، سوداګریزو جایدادونو او بنسټیزو پروژو له وضعیت څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

په دغه سفر کې د املاکو آمر محمد نعمان نادر، د ولایتونو د حسابونو د تطبیق لوی مدیر حاجي توریالي محمدي او د ریاست سکرتر رحماني عمیر هم ملتیا کوله.

اجرائیوي رییس په ننګرهار ولایت کې د سوداګریز مارکیټ له لیدنې وروسته؛ په کونړ ولایت کې د شرکت له یوه مهم سوداګریز مارکېټ څخه هم لیدنه وکړه، چې د یاد مارکېټ د قراردادي شخص سره د براورد او قیمت‌ اېښودنې پروسه د ولایت مقام، ښاروالۍ او د ارزاقو امارتي شرکت د استازو په شتون کې ترسره شوه او د قراردادې شخص له لوري د قناعت وړ وګرځېد.

مولوي عبدالرازق رفیع د دغه سفر په ترڅ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د ارزاقو مدیرانو ته یو لړ سپارښتنې وکړې، چې د چارو د لا ښه پرمختګ، د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق او د شرکت د جایدادونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د دغه سفر په لړ کې د ننګرهار ولایت د ارزاقو مدیر ګل‌آغا نعیمي او د کونړ ولایت د ارزاقو مدیر کریم‌خان کلیوال د یادو ولایتونو د ارزاقو امارتي شرکت د املاکي جایدادونو، بنسټیزو فعالیتونو او اداري چارو په اړه اجرائیوي رییس ته معلومات وړاندې او د شته ستونزو او اړوندو وړاندیزونو په اړه یې هم خبرې وکړې.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د یاد سفر له پای ته رسېدو وروسته، وړمه ورځ بېرته خپل کاري دفتر ته راستون شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

د هلمند ولایت پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو خدمتونو ته د ژمنتیا او د مسوولیتونو د ترسره کولو په موخه؛ تېره ورځ د هلمند ولایت پوهنتون مسافرو استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all