د ارزاقو امارتي شرکت له خوا د افغان اندونيزيا دوستي روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۰:۳۷
1

د ارزاقو امارتي شرکت د سږني منظور شوي بنسټيز پلان او سوداګريز فعاليتونو له مخې، د پلازمينې کابل په ګډون د هېواد د ولايتونو د پوهنتونونو شپه غالو، روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو او ځيني دولتي ادارو سره د خوراکي او نور اړتيا وړ توکو تړونونه کړي.

د دغو تړونونو له مخې تېره اونۍ د افغان اندونيزيا دوستي روغتون ته بېلابېل لس قلمه خوراکي توکي چې په کې مايع غوړي، شين چاى، بوره، مالګه، وريځي، لوبيا، وچې شيدې، د روميو رب، د ديګ څلور مساله او نخود شامل دي، د  پروژو د پلي کېدو آمريت لخوا ولېږدول شو او د نوموړي روغتون اړونده مسوول ته تسليم شو.

د ياد شويو خوراکي توکو ټولټال ٤٠٠٠ کيلو ګرام وزن درلودنکي بار دى، چې په مياشت کې يوځل نوموړي روغتون ته د ارزاقو امارتي شرکت لخوا چمتو او اکماليږي.

په همدې توګه د تړون له مخې، وچه ډوډۍ، ترکاري باب، غوښه او نور د اړتيا وړ توکي په ورځنۍ توګه د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د پلي کيدونکو کاري ټيم لخوا برابر او لېږدول کېږي.

#دنشراتومديريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all