د املاکو مدیرـ د کندهار ولایت د ارزاقو مدیریت

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۴۰
job

Publish Date

Closing Date

Location

Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan

د د ندې سرلیک                       :  د املاکو مدیرـ د کندهار ولایت د ارزاقو مدیریت

اداره                                      : د ارزاقو امارتي شرکت

بست                                     : ۵

د بستونو شمېر                            : یو بست

د بست کود                               : 209ARZAQ-1403-

میاشتنی معاش                          : دشرکت د معاشاتو  له نورم سره

د بست موقعیت                        :  کندهار ولایت

راپور ورکول                        : د کندهار د ارزاقو لوی مدیر

د بست د اعلان نېټه                   : 06/02/1404

د اسنادو د غوښتنې ورستۍنیټه               :  27/02/1404

د دندې د موخې (لنډیز) د ارزاقو امارتي شرکت د اړوندې نمایندګۍ په چوکاټ کې د ملکیتي چارو تطبیق، تعقیب، همغږي او تنظیمول.

واکونه او د دندې مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

  1.  میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان جوړول، د اړوندې نمایند‌ګۍ له پلان سره سم  د شرکت د اساسنامې په نظر کې نیولو سره.
  2. د ملکیتونو دفترونه او اړوند فورمې ترتیبول.
  3. د نافذه قوانینو له مخې اعلانونه خپرول، داوطلبۍ او مزایدې غونډې جوړول، آفرونه پرانستل او ارزول، د مرکز له اړوندې څانګې سره په همغږۍ د شرکت اضافي جایدادونه په کرایه ورکول د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره د نورو اجرااتو لپاره  اسنادونه شرکت ته استول .
  4. د جایدادونو اسنادونه او قراردادونه چمتو کول، ترتیبول، طی مراحل کول او د مرکز اړوندې څانګې سره شریکول.
  5. د ملکیتونو د ثبت دفتر جوړول د قرارداد له پیل سره او قرارداد شوي شخص ته یې سپارل.
  6. د مرکز او ولسوالیو اړوند نمایندګیو ملکیتونه ساتنه، خوندیتوب او سالمه استفاده.
  7. د قراردادونو مطابق د ملکیتونو عواید راټولول او ډاډ ترلاسه کول، چې عواید پر وخت د شرکت بانکي حساب ته انتقال شي.
  8. د نمایندګیو د ملکیتونو د قراردادونو د پیل او پای په اړه پر وخت اجراات کول.
  9. د نمایندګیو جایدادونه د سوداګریز موقعیت له مخې؛ د پانګونې د جذب لپاره درجه بندي کول.

مدیريتي دندې:

  1. د ملکیتونو ټولو اسنادونه ترتیب او تنظیم د دقیق احصائیې د لرلو لپاره.
  2. د نافذه قوانینو او مقرراتو تطبیق د شرکت د ملکیتونو په چارو کې د شفافیت رامنځته کول.
  3. په مرکز، ولایت او ولسوالیو کې، د شرکت اضافي جایدادونه، چې اړتیا ورته نه وي، د کرایه ورکولو اسناد ترتیبول.
  4. د خپلو اجرااتو راپورونه ترتیبول، د اړوندې نمایند‌ګۍ د عمومی مدیریت له تایید سره  او په ټاکلي وخت مرکز ته وړاندې کول.
  5. نورې دندې چې د عمومی مدیر یا د لوړپوړو مقاماتو له لورې د قوانینو، مقرراتو او د ادارې موخو سره سم ورکول کېږي، ترسره کول.

همغږۍ دندې:

  1. د اړوندو برخو سره د چارو د ښه پرمخ بېولو برخه کې  ښې اړیکې او همغږي تأمینول.

زده کړه، تجربه او  مهارتونه:

زده کړه:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند درلودل د اقتصاد، سوداګریز مدیریت، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق او سیاسي علوم، یا نورو اړونده څانګو کې .
  • د ماسټرۍ سند درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

  • لږ تر لږه ۱ څخه تر ۲ کاله پورې کاري تجربه، چې د دندې له محتوا سره اړخ ولري.

نور مهارتونه:

  • په یوه ملي ژبه (پښتو یا دري) روانې خبرې او لیکنې وکړای شي او له انګلیسي ژبې سره آشنایي ولري.
  • د کمپیوټر پروګرامونه لکه MS Office) ) او  نورو اړینو پروګرامونو کې مهارت ولري.
  • د مدیریت، اداري او حسابدارۍ مهارتونه.
  • د هیواد له نافذه قوانینو (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاق دولتي شرکت اساسنامه  او نورو) سره بشپړ پوهاوی درلودل.
  • له دولتي او غیر دولتي ادارو سره مسلکي اړیکې جوړولو وړتیا درلودل.
  • د مؤثرې اړیکې او تفاهم وړتیا درلودل.

د نوماندۍ لارښود:

  • مینوال چې یاد بست ته په شرایطو برابر وي کولای شي، خپل CV د دندې له عنوان او کود سره یوځای د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت لاندني برښنالیک ته تر ۲۷/۰۲/۱۴۰۴ نیټې پورې واستوي:
    jobs@arzaq.gov.af
  • یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې شارټ‌لیسټ شي.
  • د نورو معلوماتو لپاره د کارکوونکو چارو آمریت سره په اړیکه کې شئ: 020-2500043

Documents

Property Manager, General Directorate of Arzaq, Kandahar Province

Related VacanciesShow all

Back to vacancies