د ملکیت د کرایې داوطلبۍ خبرتیا؛

Publish Date
Closing Date
د ارزاقو امارتي شرکت غواړي یو باب مغازه (چې ترمیم ته اړتیا لري) د سلیم کاروان، احمد شاه بابا مېنه پروژه، دولسمه ناحیه، د کابل ښار په سیمه کې موقعیت لړی، د میاشتني ۵۵,۰۰۰ افغانیو په کرایه ورکړي.
شرایط او جزئیات:
- د ګډون وړ کسان: هغه افراد او شرکتونه چې دې ملکیت ته اړتیا ولري او له یاد شوي کرایې زیاتې پیسې ورکولو ته تیار وي، کولی شي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
- د غوښتنلیکونو سپارل: غوښتنلیکونه باید تر دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې وروسته تر ۱۴ ورځو پورې د اماراتي ارزاق شرکت د ملکیتونو مدیریت (د سیلو مرکز ته نږدې) ته وسپارل شي.
- په داوطلبۍ کې ګډون: ټول غوښتونکي باید په ټاکلي ځای کې د داوطلبۍ په ورځ په خپله حضور ولري.
- د شرطنامې ترلاسه کول: د داوطلبۍ شرطنامه د ټاکلې غیرقابل بېرته ورکولو فیس په بدل کې ترلاسه کېدای شي.
- نغدي تضمین: په داوطلبۍ کې د ګډون لپاره د نغدي تضمین وړاندې کول اړین دي.
یادونه: د نورو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي د شرکت دفتر ته کابل ښار، د مرکزي سیلو تر څنګه د ارزاقو امارتي شرکت مراجعه وکړي.