د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۵
Pakt

‎  د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، تېره ورځ د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۹ قلمه د اړتیا وړ خوراکی توکي ولېږدول.

‎د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله ابراهیمي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې یاد خوراکي توکي دکتنې پلاوي په شتون کې د پوهنتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

‎د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کی ۶۶۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۶۸ کیلوګرامه لوبیا، ۳۳۷ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۵ کیلوګرامه نخود، ۱۱۲ کیلوګرامه بوره، ۶ کیلوګرامه شین چای،۴۰ کیلوګرامه د خوړو مالګه او یو کیلوګرامه د چای هیل شامل دي.

ابراهیمي زیاته کړې، چې سبزي، مېوه، وچه ډوډۍ او غوښه په ورځنۍ ډول د یاد پوهنتون د استادانو لیلیې ته لېږدول کېږي.

‎د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .