د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابنسینا طبي زده کړو پوهنتون د میوند تدریسي روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولینو وویل، چې تېره ورځ د شرکت له ګدام څخه د میوند تدریسي روغتون ته یوولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول او د روغتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.
د پروژو د تطبیق د مسوولینو په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۱۶۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۵۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۱۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰۰ کیلوګرامه دال نخود، ۲۵۰ کیلوګرامه بوره، ۶۰ کیلوګرامه شین چای، ۲۰۰ کیلوګرامه وچې شیدې، ۶۰ کیلوګرامه د رومیو رُب، ۲۰ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۲۰ کیلوګرامه زیره او ۲۰ کیلوګرامه کورکمن شامل دي، چې د یاد روغتون د غوښتنې او د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو او ولېږدول شول.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پر دوام، د هېواد د پوهنتونونو لیلیو، روزنتونونو، روغتونونو او نورو دولتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامداره ډول لېږدوي.
