د کابل صدري، قلبي او وعايي ناروغیو انستیتوت ته نهه قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د کابل ابو علي ابنسینا طبي علومو پوهنتون د صدري، قلبي او وعايي ناروغیو انستیتوت ته نهه قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولینو ویلي، چې یاد خوراکي توکي وړمه ورځ د نوموړي انستیتوت د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو او د دغه انستیتوت اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د پروژو د تطبیق مسوولینو په وینا، په لېږدول شویو خوراکي توکو کې ۳۶۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۳۵ کیلوګرامه غوړي، ۳۵ کیلوګرامه لوبیا، ۳۵ کیلوګرامه نخود، ۵۰ کیلوګرامه بوره، ۷۵ کیلوګرامه وچې شیدې، ۶ کیلوګرامه کورکمن، ۶ کیلوګرامه زیره او ۱۷.۶ کیلوګرامه د رومیانو رُب شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
