پسرلی د نوي پيل او بدلون موسم؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۳۳
Spring

 پسرلی د نوي پيل او بدلون موسم؛

لیکنه: شېرمحمد امیني ستانکزی

پسرلی د کال هغه موسم دی، چې طبیعت ته نوی رنګ ورکوي او د کال پیل له همدې موسم څخه کیږي. دغه زرغون موسم له تودې هوا، د طبیعت له ښکلا او د رنګارنګ ګلانو له خوندورو بویونو سره پیلیږي.

په دې موسم کې انسانان خپل ذهني پلانونه جوړوي او د ژوند نوي هدفونه ټاکي. هر وګړی په دې هڅه کې وي، چې د خوښۍ رنګینې شیبې تازه کړي او د نویو هیلو او موخو سره ځان د پرمختګ لوري ته وباسي.

د پسرلي موسم کې ونې، بوټي او کښتونه شنه کیږي، چې ورسره طبیعت ته ځانګړی ښکلا ور په برخه کوي. له دغو ښکلاوو او تازه هواوو څخه نه یوازې انسانان ګټه اخلي؛ بلکې د هوا مرغان او د ځمکې پر سر حیوانات او خزنده ګان هم خوندور ژوند او نوې انرژی ترلاسه کوي.

پسرلی په ډېریو کلتورونو کې د نوي کال د پیل نښه ګڼل کیږي، چې له نوي ژوند او نويو فرصتونو سره تړاو لري.

دا موسم د مخکنیو ستونزو او ناخوالو تر څنګ د یو نوي فصل پیلامه ده، چې انسانان ته دا فرصت ورکوي، ترڅو خپلې پخوانۍ ستونزې تر شا پرېږدي او د یو نوي ژوند لپاره د ورورګلوي او اخوت دروازې پرانیزي، چې دا د یووالي او د مثبت بدلون په لورې څرګندويي کوي.

پسرلی یوازې د هوا بدلون نه دی؛ بلکې دا د ژوند د بیلابېلو اړخونو لپاره یوه نوی پیل دی. دا موسم د انسانانو لپاره یوه نښه ده، چې باید خپل عمر په خوشحالۍ، مینې او محبت تېر کړي. له کرکو، نفرتونو او بې ځایه تربګنیو څخه لاس واخلي او د سولې او ورورګلوي ژوند ته دوام ورکړي.

یو څرګند حقیقت دا دی، چې د کال څلور موسمونه خپله په طبیعت کې بدلون راولي، نو انسانانو ته هم پکار ده، چې په خپلو ژوندانه کې ستر بدلونونه راولي. باید د هغه څه په لټه کې شي، چې د وطن او ولس په خیر او ګټه وي، خپلې هڅې په نوي هدف او پلان سره پیل کړي، ترڅو په هېواد کې د سمسورتیا او پرمختګ لامل وګرځي.

راځئ د پسرلي له دې موسم څخه داسې ګټه پورته کړو، چې د نفرتونو ځای د مینې او ورورګلوي په زړونو کې ځای ناستي شي. دې موسم ته د یو نوي ژوند په توګه وګورو، تر څو راتلونکي نسلونه زموږ په یووالي و ویاړي او زموږ تلوونکو کسانو ته دعاګانې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all