د ارزاقو امارتي شرکت په انګړ کې میوه لرونکي نیالګي، زینتي بوټي او ګلان کېنول شول؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۰
Arz

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د نیالګیو کېنولو پروګرام جوړ شوی و، چې په دې پروګرام کې د شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع، د مالي او اداري چارو رئیس مولوي مطیع الله مجروح، د سوداګریزو چارو رئیس محمدامین صاحبزاده، د شرکت ځیني آمرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو برخه اخیستې وه.

د نیالګیو کېنولو پروګرام د شرکت د مالي او اداري چارو په دعایي او د شرکت د اجرائیوي رئیس او دواړه رئیسانو لخوا د یوـ یو نیالګی په کېنولو سره پیل شو.

د نیالګیو کېنولو په پروګرام کې د ارزاقو امارتي شرکت اجرائبوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع د نیالګیو کېنولو ګټې کارکونکو ته بیان کړې او له ټولو کارکوونکو یې غوښتنه وکړه، چې د یوه پاک او زرغون چاپیریال او د ښې روغتیا د تضمین په پاره خپل چاپیریال کې نیالګی کېنوي.

ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع وویل، نیالګي کېنول او په ثمر رسېدل نه یوازې په هېواد کې سمسورتیا او زرغونتیا رامنځته کوي؛ بلکې راتلونکي نسل ته د لاس نښه او د نیالګیو کېنولو فرهنګ ژوندی پاتې کیږي.

د ارزاقو امارتي شرکت د خدماتو مسوولین وايي، چې د یاد شرکت انګړ او بڼ کې به څه باندې ۵۰۰ میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي، زینتي بوټي او ګلان کېنول شي، چې د شرکت د خدماتو مدیریت لخوا به په دوامداره توګه ساتنه او مراقبت وشي.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت انګړ کابو (۳۰۰۰۰) مترمربع مساحت لري، چې د یوې زینتي او میوه لرونکي بڼ په توګه هم یادېدلی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all