د پنجشیر ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي واستول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۳:۱۸
Pjr

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوولین وایي، چې د پنجشیر ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

دوی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۲۳۳۱ کیلوګرامه وریجې، ۷۹ کیلوګرامه بوره، ۶۴۵ کیلوګرمه غوړي، ۲۱۱ کیلوګرامه لوبیا، ۳۵ کیلوګرامه اومه نخود، ۱۴ کیلوګرامه شین چای، ۱۵۹ کیلوګرامه آیوډین لرونکي مالګه، ۳۵ کیلوګرامه رُب، ۳ کیلوګرامه میده زیره، ۲ کیلوګرامه زردچوبه، ۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله او نیم کیلوګرامه د چای هیل شامل دي، چې یاد خوراکي توکي د کتونکي پلاوي په شتون کې د پوهنتون لیلیې مسوول ته وسپارل شول.

همدارنګه د ارزاقو امارتي شرکت د تطبیق مسوولین وایي، چې تازه خوراکي توکي لکه سبزي او مېوه د پنجشیر پوهنتون لیلیې ته په ورځني ډول لېږدول کېږي.

د دغو مسوولینو په خبره؛ له دې وړاندې ۱۵ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د پنجشیر ولایت د معتادینو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

هېره دې نه وي،چې د ارزاقو امارتي شرکت پروژې په مرکز او هم په ولایتونو کې په منظم ډول تطبیقېږي او دغه راز د شرکت مرکزي او ولایتي مسوولین د یادو پروژو څخه په دوامداره توګه څارنه او ارزونه هم ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all