د میدان وردګو ولایت څلوېښت بستریز روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۳:۷
Maidan

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو لوی مدیر سیدشمس الدین اکبر وايي، چې ۹ قلمه خوراکي توکي د دې ولایت ۴۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړی زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې ۷۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۲۴۰ کیلوګرامه غوړي، ۱۰۴ کیلوګرامه بوره، ۱۸۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۱ کیلوګرامه شین چای، ۴۲ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۶۵ کیلوګرامه وچې شیدې،۵۴۰ دانې د چرګانو هګۍ او ۷۲ کیلوګرامه د بانجانو رومیو رُب شامل دي.

اکبر زیاتوي، چې دغه خوراکي توکي د دې ولایت د ارزاقو لوی مدیریت له‌ خوا د یوه کتونکي پلاوي تر نظارت لاندې د ۴۰ بستریز روغتون مسوول ته سپارل شوي دي.

همداراز د ارزاقو مدیر وايي، چې نن ورځ یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه هم څارنه او ارزونه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت په دې وروستیو کې نه یوازې د پوهنتونونو، روغتیايي مرکزونو، دیني مدرسو او روزنتونونو ته د خوراکي توکو برابرولو او لېږد ته پاملرنه کړې؛ بلکې د څارنې او ارزونې بهیرونه یې هم ګړندي کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all