په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پر ځمکه د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي
په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند جایداد باندې د یوې سوداګریزې پروژې د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه د مشارکتي قرارداد له مخې؛ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې، چې درې پوړیز عصري سوداګریز مارکیټ جوړوي. دا مهال د دغه مارکیټ د لومړي پوړ ودانیز کارونه دوام لري.
یاده پروژه د غزني ښار د درېیمې پلاني سیمه کې پر۱۹۰۰ متره مربع ځمکې په سر موقعیت لري. په دې سوداګریز مارکیټ کې به ۲۳۶ دوکانونه، د ارزاقو کاري دفتر او یو باب جومات جوړ شي.
تمه ده، چې دغه پروژه به د سوداګرۍ د ودې ترڅنګ د ښار اوسېدونکو لپاره آسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د سوداګریز مارکیټ تر بشپړېدو او فعالېدو وروسته ارزاقو امارتي شرکت ته به هر کال د یاد مارکیټ له عوایدو څخه ۳۰ سلنه ګټه ورسیږي.
اقتصادي کارپوهان دا ډول پانګوالې پروژې د ښاري سوداګرۍ د پیاوړتیا، د خلکو د ژوند د ښه والي او د اقتصادي ودې برخه کې ګټورې او اغېزمنې بولي.
