د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو نوی آمر خپله دنده پیل کړه
مولوي حجتالله ایوبي د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو د آمر په توګه رسماً د دغه شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
د تدارکاتو د آمر د پېژندګلوي په مراسمو کې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیعالله مجروح، د سوداګریزو پراختیا رییس او د کارکوونکو چارو، مالي، املاکو، خدماتو، سوداګریزو پراختیا، د پروژو د تطبیق او نورو اړوندو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.
د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په اداراتو کې د ادلون او بدلون په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې دنده او مسوولیت یو امانت دی، چې باید د صداقت او هڅو له مخې ترسره او د همدې لارې ولس ته اغېزمن او ګټور خدمتونه وړاندې شي. په همدې توګه، اجرائیوي رییس د تدارکاتو آمر ته د چارو د پرمخ بیولو په موخه د بریاوو هیله وکړه .
د سوداګریزو پراختیا رییس تدارکاتو آمر ته هرکلی وویله او ژمنه یې وکړه، چې د شرکت آمرین او کارکوونکي به د تدارکاتو له نوي آمر سره همکاري وکړي.
په همدې مراسمو کې د ارزاقو امارتي شرکت د رهبرۍ له لوري د تدارکاتو د مخکیني آمر ذبیح الله اندړ له هڅو او کړنو هم ستاینه وشوه.
د ویلو ده، چې مولوي حجتالله ایوبي د امارتي شرکتونو د لوی ریاست له لوري په یاده دنده ګمارل شوی دی. نوموړی د ادبیاتو په برخه کې د لیسانس سند لري او د دیني علومو او سیاسي حقوقو په برخو کې یې د ماسترۍ سندونه ترلاسه کړي دي.
