لغمان ولایت کې د ارزاقو مدیریت د نوې اداري ودانۍ او ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې
د لغمان ولایت د ارزاقو مدیریت لپاره د نوې اداري ودانۍ او ۱۶ هټیو د جوړولو چارې پیل شوې.
د لغمان د ارزاقو لوی مدیر وحیدالله الکوزي په خپلو رالېږل شویو معلوماتو کې ویلي، چې وړمه ورځ د یادې ودانۍ او هټیو د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه د انصاف تولیدي او ودانیز خصوصي شرکت له لوري د دوو میلیونو افغانیو په لګښت پلې کېږي او د جوړولو چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
الکوزي زیاته کړې، چې یاده ودانۍ به د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ملکیت باندې په ۴۸۰ متر مربع ځمکه کې جوړه شي، چې په لومړي پوړ کې به یې ۱۶ هټۍ او په دویم پوړ کې به د اداري چارو لپاره درې خونې، یو تشناب او یو پخلنځی جوړ شي.
د هغه په وینا، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د ارزاقو مدیریت اداري چارې په ښه توګه تنظیم او همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې هټیوالو او خلکو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د لغمان د ارزاقو لوی مدیر، د یاد خصوصي شرکت رییس، د ښار جوړونې ریاست انجنیر او څو تنه نورو ګډون کړی و.
