د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې غونډه جوړه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۶
J

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې غونډه د تېرې ناستې د پاتې موضوعاتو د تعقیب او ارزونې په موخه ترسره شوه. دغه غونډه د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس محمدامین صاحبزاده او همداراز د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د غونډې اجنډا وړاندې شوه او د ارزاقو امارتي شرکت اړوند مهمو موضوعاتو باندې مفصل او هر اړخیز بحث ترسره شو.

د بحث په لړ کې د شرکت بېلابېلو برخو مسوولینو د خپلو اړوندو چارو، شته ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو راپورونه د شرکت اجرائیوي رییس ته وړاندې کړل.

د ارزاقو امارتي شرکت رییس مولوي عبدالرازق رفیع د اجنډا موضوعاتو له آورېدو وروسته څرګنده کړه، هڅه دې وشي، چې د کړنو د لا ښه‌ والي او پرمختګ لپاره شرکت لا غوره خدمتونه هېوادوالو ته وړاندې کړي، څو د شرکت فعالیتونه د ولسونو د هوساینې او خوښۍ سبب وګرځي.

په پای کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all