د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
T

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د پایلو له ارزونې وروسته هغه نوماندان، چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د مرکه‌ یي آزموینې لپاره راوبلل شول.

مرکه ‌یي آزموینه د دوو ورځو په لړ کې د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې د شرکت مالي او اداري چارو رییس، د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس، د آزموینې کمېټې غړي او د امارتي شرکتونو لوی ریاست استازي حضور درلود.

د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت د معلوماتو له مخې؛ یاده آزموینه د انجنیري بست، د کورني او بهرني سوداګرۍ مدیریت او همدارنګه د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د مالي، اداري او املاکي پنځم بست لپاره ترسره شوه. د تحریري آزموینې له بریالۍ ارزونې وروسته، ۶۷ تنه نوماندان د مرکه‌ یي آزموینې دویم پړاو ته بریالي شوي وو.

د کارکوونکو چارو آمریت مسوول وویل، د مرکه‌ یي آزموینې له بشپړې ارزونې وروسته به د هر بست لپاره هغه نوماند، چې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي وي په رسمي توګه په اړونده دنده وګمارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all