د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۱۴
K

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال منظور شوي پلان پر بنسټ؛ تېره ورځ یې یولس قلمه خوراکي توکي د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې ته ولېږدول.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې دغه د اړتیا وړ خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۳۳۷۵ کیلوګرامه مایع غوړي، ۸۷۵ کیلوګرامه لوبیا، ۱۵۰ کیلوګرامه لوی نخود،۸۵۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۱۵۰۰ کیلوګرامه بوره، ۸۰ کیلوګرامه شین چای، ۲۰ کیلوګرامه زیره، ۴ کیلوګرامه د چای هیل، ۳۰ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۲۰ کیلوګرامه زردچوبه شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت دا مهال په مرکز او ولایتونو کې ګڼو دولتي روغتونونو، پوهنتونونو، روزنتونونو، دارالعلومونو او دیني مدرسو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد بهیر چټک کړی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all