د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۴:۲۶
Bad

د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلی محمد یوسفي وايي، چې تېره اونۍ یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه، چې په دغه بهیر کې د یاد ریاست یو تن پلاوی هم له نوموړي سره ملتیا کوله.

یوسفي زیاته کړه، چې دا مهال په یاد روزنتون کې ۱۵۰ تنه یتیمان او بې‌ سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي او اړین خوراکي توکي ورته د ارزاقو امارتي شرکت له‌ خوا برابرېږي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د روزنتون د لیلیې لپاره د خوراکي توکو برابرول او چمتو کول په ښه او منظم ډول ترسره کېږي. هغه دا هم وویل، چې د یاد روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي فعالیتونو خوښ دي او په دې برخه کې یې رضایت څرګند کړی دی.

باید وویل شي، چې دا ډول څارنه، ارزونه او د خوراکي توکو برابرول نه یوازې په مرکز کې؛ بلکې په ټولو ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت له ‌خوا په دوامداره توګه تر سره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all