د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.
دغه ۲۳ ماده ئیز دوه اړخیز تړون د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت د سوداګریزو جایدادونو او جوازونو د ثبت رییس مفتي محمدنعیم نعمان له لوري د ارزاقو امارتي شرکت په ریاست کې لاسلیک شو.
د دغه تړون د لاسلیک پر مهال دواړه لورو څرګنده کړه، چې د دغه تړون لاسلیک به د سوداګرۍ د ودې او پراختیا، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د امارتي شرکتونو ترمنځ د ګډ اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وي.
د دغه تړون له مخې، دواړه امارتي شرکتونه به د اوږدمهالې ګډې همکارۍ د پیاوړتیا، سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او هېوادوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ګډ فعالیتونه او خدمتونه ترسره کوي.
په دغه تړون کې د دواړو شرکتونو په اړوند جایدادونو پر سر د یوه عصري تېلو پمپ جوړول شامل دی. د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د دواړو شرکتونو ترمنځ سوداګریزه همکاري وده او د پانګونې لپاره به نوې لارې چارې رامنځته شي.
هېره دې نه وي، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې برخې لا پیاوړې، خپل سوداګریز فعالیتونه وغځوي او د هېوادوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا چټک کړي.
