د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر له روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۲:۱۱
‌B

د بادغیس ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمد یوسفي وړمه ورځ د کار او ټولنیزو چارو اړوند روزنتون زده کوونکو ته د پخلي او ډوډۍ د برابرولو او وېش پر مهال څارنه وکړه. هغه څرګنده کړه، چې د ارزاقو مدیریت له مهمو مسوولیتونو یو هم د پروژو ښه تطبیق، په کاري برخو کې د خلاوو ډکول او څارنه ده، چې دا کار د ادارو د رضایت او پرمختګ لامل ګرځي.

محمد یوسفي زیاته کړه چې د بادغیس ولایت د ارزاقو امارتي شرکت له پروژو څارنه او بررسي کیږي، ترڅو د پروژو تطبیق په سمه توګه ترسره شي او هېڅ ستونزه رامنځته نشي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د بادغیس ولایت د کار او ټولنیزو چارو روزنتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي پر وخت او غوره کیفیت سره ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو له مخې، دولتي او نادولتي ادارو ته د اړتیا وړ خوراکي توکي د برابرولو او لیږد پروژه پر مخ وړي. په دې پروژه کې د بادغیس ولایت روزنتون په ګډون د هېواد ټول روزنتونونه هم شامل دي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all