د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۴۷
L

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع دپنځلس ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو د ارزاقو له مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو پروژو د تطبیق او اړوندو جایدادونو د وضعیت ارزونه، څېړنه او د ستونزو د لرې کولو په پار ترسره شو.

په دې سفر کې د شرکت د پلټنې لوی مدیر حاجي فضل محمد صالح، د ولایتونو د حسابونو د تطبیق لوی مدیر حاجي توریالی محمدي او د ریاست سکرتر رحماني عمیر هم ملتیا کوله. مولوي عبدالرازق رفیع د سفر پر مهال د بدخشان،تخار، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان او بعلان ولایتونو د ارزاقو مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.

هغه د یادو مدیریتونو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د اداري چارو د لا ښه والي، د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق او د شرکت د جایدادونو د ساتنې او مراقبت برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د ارزاقو مدیرانو هم اجرائیوي رییس ته د خپلو اړوندو ولایتونو د بنسټیزو پروژو د تطبیق، د املاکو، اداري چارو او روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. سربېره پر دې، هغوی د چارو د لا ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه او غوښتنې هم له اجرائیوي رییس سره شریکې کړې.

مولوي عبدالرازق رفیع په یادو ولایتونو کې د پوهنتونونو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او پوهنې ریاستونو له مسوولینو سره د خوراکي توکو د لېږد او اکمالاتو د لا ښه همغږۍ په موخه ځانګړې ناستې ترسره کړې. په دغو ناستو کې دواړو لورو د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او د دوامدارو همکاریو ژمنې یې وکړې.

ښاغلي رفیع د شرکت د خدمتونو او فعالیتونو د لا ښه والي په اړه له اړوندو مسوولینو سره معلومات شریک کړل او هغوی د شرکت له خدمتونو او فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه.

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس اړوندو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په ټولو اړوندو ادارو کې به د اکمالاتو لړۍ په منظم ډول، ښې همغږۍ او لوړ کیفیت سره دوام ولري او د خدمتونو د لا ښه والي لپاره به عملي هڅې لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د لوړو زده کړو له وزیر سره وکتل

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د لوړو زده کړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره د دغه وزارت په کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، په دې وروستیو کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون ته ۹. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۵۳
Background image

د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابن‌سینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند علي‌آباد روغتون ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس بامیان ولایت ته سفر وکړ

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه په بامیان ولایت کې. . .