د پانګونې فرصتونه؛

 

امارتی ارزاق شرکت د امارتی شرکتونو د عمومي ریاست تر چتر لاندې د اسلامي امارت د افغانستان د قانون د دولتي شرکتونو سره سم، منظور شوې اساسنامه او د هېواد نافذه قوانین مطابق خپل تجارتي فعالیتونه پرمخ وړي. د امارتی ارزاق شرکت د خپل ستراتیژیک پلان او کلني پلانونو مطابق نورې پروګرامونه او پروژې په پام کې لري ترڅو تطبیق کړي. په دې پروګرامونو او پروژو کې د داخلي او خارجي خصوصي سکتور لپاره د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) قانون مطابق د پانګونې فرصتونه موجود دي. د داخلي او خارجي خصوصي سکتور پانګوال کولی شي په لاندې پروګرامونو او پروژو کې د ارزاق شرکت سره د ټاکل شویو شرایطو پراساس پانګونه وکړي:

  • د شرکت په املاکو کې د پانګونې فرصتونه، په مرکز او ولایاتو کې

  • د ارتزاقي موادو پروژو کې د پانګونې فرصتونه

  • د زنجیره‌ ای سوپر مارکټونو (Chain of Super Stores) په جوړولو کې د پانګونې فرصتونه

  • د روب تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې فرصتونه

  • د نباتي تېل تولید فابریکې په جوړولو کې د پانګونې فرصتونه

  • د یخچالونو د تاسیس لپاره د پانګونې فرصتونه

عمومي شرایط

  • پانګوال باید حقوقي شخص (شرکت) وي.

  •  د صنعت او تجارت وزارت څخه قانوني جواز ولري

  • د پانګوال جواز باید تازه (اپډیټ) وي او د ماليې وزارت څخه وروستی مالي تصفیه اسناد ولري، همداراز د داخله وزارت څخه د مسولیت نه لرلو تصدیق ضروري دی

  • پانګوال باید TIN او د خپلې شرکت لپاره بانکي حساب ولري

  • له مالي او تخنیکي ظرفیت څخه پیاوړی وي

  • په افغانستان کې فزیکي دفتر ولري

  • د قرارداد د لاسلیک لپاره قانوني صلاحیت ولري

  • د پورونو له ورکولو څخه عاجز نه وي، په تصفیه او یا ورشکستګي کې نه وي، فعالیتونه یې تعلیق شوي نه وي او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي نه وي

  • د ادارې سره تضاد منافع ونه لري

  • په تیرو دوو کلونو کې د سوداګرۍ په تخلف کې د محکمو له خوا د جزا په توګه محکوم نه وي.

خصوصي شرایط:

د هر پروګرام او پروژې د پرمختګ لپاره د امارتی ارزاق شرکت سره د داخلي او خارجي پانګوالو شرایط د تدارکاتو قانون، د پانګونې قانون، د ځمکو د چارو قانون او د هېواد نورو نافذه قوانینو مطابق د هر پروګرام او پروژې د نوعیت پراساس ټاکل او پلي کیږي.

د نورو معلوماتو لپاره لینک باندې کلیک وکړئ