د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد روغتون ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کابل ابو علي ابنسینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند عليآباد روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې د شرکت له ګدامونو څخه عليآباد تدریسي روغتون ته نهه قلمه خوراکي توکي ولېږدول او د روغتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.
د نوموړي په وینا، په دغو خوراکي توکو کې ۲۲۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۹۰۰ کیلوګرامه غوړي، ۳۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰۰ کیلوګرامه دال نخود، ۵۰۰ کیلوګرامه بوره، ۶۰ کیلوګرامه شین چای، ۵۰۰ کیلوګرامه وچې شیدې، ۱۳۵ کیلوګرامه د خوړو مالګه او ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مساله شامل دي، چې د یاد روغتون د غوښتنې او د اړتیاوو د پوره کولو په موخه چمتو او ولېږدول شول.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پر دوام، د هېواد د پوهنتونونو لیلیو او نورو دولتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامداره ډول لېږدوي.
