د بادغیس ولایت د حضرت خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو او فعالیتونو په لړ کې له دولتي او نادولتي ادارو سره، چې د خوراکي توکو د لېږد او رسولو تړونونه لري، نو دغه بهیر په چټکۍ او رښتني توګه ترسره کوي.
په همدې لړ کې، د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیر په خپل رالېږلي راپور کې ویلي، چې د تېرې ورځ د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید عالي دارالعلوم ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي لېږدولي او اړوند مسوول ته یې د کتنې پلاوي په شتون کې سپارلي دي. نوموړي زیاتوي، چې په یادو توکو کې وریجې، غوړي، بوره، چای، مالګه او نور د اړتیا وړ خوراکي توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو خوراکي توکو ترڅنګ؛سبزي او مېوې هم لېږدول شوي دي.
