د ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
ارزاقو امارتي شرکت د کابل ابو علي ابنسینا طبي زده کړو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون ته د اړتیا وړ ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وويل، چې دغه خوراکي توکي د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د شرکت له ګدامونو څخه یاد روغتون ته ولېږدول شول او د روغتون اړوند مسوول ته د کتني پلاوي په شتون کې وسپارل شول.
د نوموړي په وینا؛ په لېږدول شویو خوراکي توکو کې ۴۵۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۶۸ کیلوګرامه غوړي، ۲۲.۵ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۱۳.۵ کیلوګرامه شین چای، ۱۳.۵ کیلوګرامه تور چای، ۹۰ کیلوګرامه بوره، ۹۰ کیلوګرامه وچې شیدې، ۷۸.۷ کیلوګرامه دال، ۷۸.۷ کیلوګرامه لوبیا، ۱۳.۵ کیلوګرامه د رومیانو رُب، ۴.۵ کیلوګرامه کورکمن، ۴.۵ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۴.۵ کیلوګرامه زیره شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو پردوام، امارتي روغتونونو، د پوهنتونونو لیلیو، روزنتونونو او نورو امارتي ادارو سره د شویو تړونونو له مخې، د اړتیا وړ خوراکي توکي په منظم او دوامدار ډول برابر او لېږدوي.
