د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه لیدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۰:۲۷
Lag

د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي وحیدالله الکوزي نن ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د ښه تطبیق او عملي کولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه وکړه.

ښاغلی الکوزي په داسې حال کې له یاد روزنتون څخه څارنه او لیدنه وکړه، چې د روزنتون زده کوونکو لپاره د غرمې ډوډۍ وېش لړۍ روانه وه.

د لغمان د ارزاقو مدیر وایي، چې په دې څارنه کې د روزنتون مسوول هم شتون درلود او د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د ښه تطبیق په اړه یې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، چې تر دې مهاله په لغمان ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو پلي کولو کې هیڅ ډول خنډ یا ځنډ نه دی رامنځته شوی او د اړونده ادارو مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو له چارو خوښ دي.

هېره دې نه وي، چې په مرکز او ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه او نظارت ترسره کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all