په کونړ ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت جایدادونه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۰:۱۶
K

د تېرو خپرونو په دوام؛ دا ځل د کونړ ولایت د ارازاقو امارتي شرکت په جایدادونو او ملکیتونو تاسو قدرمنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کوو!

کونړ ولایت دختیځو ولایتونو څخه یو له مهممو او استراتیژیکو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې د ارزاقو امارتي شرکت جایدادونه لکه ( سوداګریز مارکیټ، ګدامونه او ځمکې)په کې شته دي او د دې شرکت سوداګریزو فعالیتونو څخه برخمن ولایت دی او د عوایدو لاسته راوړلو یوه مهمه برخه جوړوي.

د کونړ ولایت دارزاقو مدیر ښاغلی کریم خان کلیوال په دې اړه څرګندوي وايي، چې د کونړ ولایت په ښار کې د ارزاقو امارتي شرکت د املاکي جایدادونو څخه یو هم څلور پوړیز سوداګریز مارکیټ دی، چې ۴۸ بابه فعالې هټۍ او ۲۸ بابه د اوسيدو خونې (اطاقونه) لري، چې یوه خصوصي شرکت ته د مشارکت په ډول په قرارداد ورکړل شوې او ۶۵ سلنه عواید یې د شرکت حساب ته جمع کېږي.

کلیوال زیاته وي، چې په کونړ ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت دوه بابه سنګي ګدامونه موجود دي، چې یو ګدام يې د شکرې ملکیت او بل یې د ٢٠٠٠ متر مربع ځمکې پر سر د سالار باغ اوسپنیز سرپوښ لرونکی ګدام دی، چې د کونړ ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د مهمو ملکیتونو څخه شمېرل کېږي.

ښاغلي کلیوال په دې ټېنګار کوي وايي، چې د یادو جایدادونو سربیره؛ شرکت نور جایدادونه هم لري، چې د خلکو او یا هم دولتي ادارو لخوا نیول شوي، چې د بیا لاسته راوړلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د ارزاقو د مدیر په وینا، په لنډه موده کې به د سالار باغ د سیمې اوسپنیز ګدام ۲۰۰۰ متر مربع ځمکه، چې څو ورځې وړاندې له غصب څخه راګرځول شوې، د آزادې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شي.

د پام وړ خبره دا ده، چې د کونړ ولایت د ارزاقو مدیریت د هلو ځلو په اساس؛ د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه د سالار باغ اوسپنیز ګدام ځمکه، چې د کلونو غصب وروسته بیا ترلاسه شوې، د مدیریت له غوره او بریالیو فعالیتونو څخه شمېرل کیږي.

په همدې ډول د کونړ ولایت د ارزاقو مدیریت د پوهنتون شپه غالو، ولایتي روغتون او روزنتون ته د اړینو خوراکي توکو برابرولو او رسولو په برخه کې هم خپلې مهمې دندې په بري سره ترسره کوي.

#
دنشراتو مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

 د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه مخ پر وده دي

د نشراتو مدیریت

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو اغېزمنو او پراخو خدمتونو له لارې توانېدلی، چې دولتي او غیردولتي ادارو ته اړین خوراکي توکي پر وخت او په لوړ کیفیت ورسوي. سږکال د دې شرکت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پر ځمکه د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې روانې دي

په غزني ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند جایداد باندې د یوې سوداګریزې پروژې د تطبیق چارې په چټکۍ سره روانې دي.

دغه پروژه د مشارکتي قرارداد له مخې؛ یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

 د کونړ سید جمال الدین پوهنتون ته ۱۰ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کونړ د ارزاقو مدیر کریم خان کلیوال وویل، چې د تیرې ورځ یې د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لیږدولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all